ads

خوست کې د نږدې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پیل او پرانیستل شوې

په خوست کې د نېږدې ۱۶ ميليونه افغانۍ په لګښت د بيارغونې يوه پروژه پيل او دوې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

بختاجان بختیار
20 وری 1400
خوست کې د نږدې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پیل او پرانیستل شوې

د بيارغونې په دې پروژو کې د اوبو دوه چېک ډېمونه او يو استنادي ديوال شامل دی، چې لګښت يې د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره په غاړه لري.

د ولايتي مسوولينو په وينا، چې د اوبو دغه دوه چېک ډېمونه يو د تڼيو ولسوالۍ د اطمان په سيمه کې، دويم هغه يې د باک ولسوالۍ د جابې په خوړ کې جوړ شوي دي او همدا ډول د مرکز اړوند د مهديخېلو د منګسو په خوړه د يو استنادي ديوال د جوړيدو چارې پيل شوې.

د خوست د شمل خرم فرعي دريايي حوزې رئيس انجينر زين الله نسيمي وايي چې د اوبو پر يادو دواړو چېک ډېمونو لس ميليونه افغانۍ لګښت شوی دی.

هغه وويل، ياد دواړه چېک ډېمونه چې چارې په تېرو پنځو مياشتو کې بشپړې شوې دي، ۴۸ زره متره مکعبه اوبه ذخيره کوي.

په ورته وخت کې د مرکز اړوند د مهديخېلو د منګسو په خوړه کې څه د پاسه پنځه سوه مترو په اوږدوالي د يو استنادي ديوال د جوړيدو چارې هم پيل شوې:

((هره ورځ په دې دوه چېک ډېمونو کې ۱۲۰ نفرو په مستقيم ډول ګټه اخيستې او تر درې زرو کسانو پورې په غير مستقيم ډول د دې چېک ډېمونو د اوبو څخه ګټه اخلي، ددې ترڅنګ مو نن د استنادي ديوال چې ۵.۷ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي، په جوړيدو سره به يې يو ښوونځی او همدا ډول د استوګنې د يو شمېر کورونو ترڅنګ په لسګونو جريبه کرنيزه ځمکه د اوبو د تخريب څخه وژغورل شي.))

د تڼيو د اطمان سيمې يو تن اوسيدونکی رحمت ګل وایي، چې د دوی په سيمه کې د چېک ډېم جوړيدل د زراعت د پياوړتيا په برخه کې پر ځای اقدام دی:

((په دې چېک ډېم سره به اوبه ذخيره کیږي او وبه کولی شو، چې په وخت سره خپلې کرنيزې ځمکې هم اوبه کړو.))

بل پلو د نصيب په نوم د مرکز اړوند د مهديخېلو د ښوونځي يو تن ښوونکي وويل، دا مهال د دغه ښوونځي د احاطې او د منګسو خوړه ترمنځ له دوو مترو کمه فاصله موجوده ده.

نوموړي زياته کړه، دغه ښوونځی د اوبو له جدي خطر سره مخ دی، خو زياتوي چې د استنادي ديوال په جوړيدو سره به دا خطر له منځه لاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA