ads

په کندهار ولایت کې ۳۷ طالبان وژل شوي دي

د افغانستان ملي دفاع وزارت خبر ورکوي چې ځواکونو یې د کندهار ولایت په درې ولسوالیو کې عملیات کړي دي او په ترڅ کې ۳۷ تنه طالبان وژل شوي، شپږ تنه ټپیان شوي او شپږ تنه نور نیول شوي دي.

شمس الرحمن شمس
20 وری 1400
په کندهار ولایت کې ۳۷ طالبان وژل شوي دي

له دغه وزارت څخه په خپره شوې  خبرپاڼه کې راغلي دي چې یاد عملیات تېره شپه د کندهار په ارغنداب، ژیړۍ او شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ترسره شوي دي چې پرمهال طالبانو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ ۵۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول

تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA