د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، تېره شپه لس بجې د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند د شهید څلور لارې ته څېرمه یو تن وسلوال غل یو عراده کرولا ډوله موټر غلا کړ.
د نوموړي په خبره د موټر مالک په همکارۍ د پنځلسمې امنیتي حوزې پولیسو لخوا یاد غل تر څار لاندې و چې په درېیمه امنتیي حوزه کې پر پولیسو ډزې وکړې او بلاخره د پولیسو په ځوابیه برید کې یاد تن ووژل شو.
د امنیه قوماندانۍ څېړنې ښایي چې وژل شوي کس د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د بېلابېلو موټر په غلا کې لاس درلود.
تر اوسه د وژل شوي کس کورنۍ په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

