ads

په بلخ کې چاودنې د یوې کورنۍ شپږ ماشومان ټپیان کړل

د بلخ امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د یوې چاودنې خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
20 وری 1400
په بلخ کې چاودنې د یوې کورنۍ شپږ ماشومان ټپیان کړل
د افغانستان په نقشه کې بلخ ولایت

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وایي، چې چاودنه تېره شپه د بلخ ولایت څلورمې ناحیې اړوند په یوه کور کې رامنځته شوې ده چې په ترڅ کې ۶ تنه ماشومان ټپیان شوي.

د نوموړي په خبره تر اوسه د چاودنې نوعیت معلوم نه دی؛ خو ویل کېږي چې په یو کرولا ډوله موټر کې چاودېدونکو توکو چاودنه کړې او د یادې کورنۍ شپږ ماشومان یې ټپیان کړې دي.

د پېښې ټپیان روغتون ته وړل شوي .

تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA