دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۳۲ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۸۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۱۲ زره او ۳۷۴ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۳۴۰زره او ۷۷۶، په مکسیکو کې ۲۰۵زره او ۵۹۸، په هند کې ۱۶۶زره او ۱۷۷، په بریټانیا کې ۱۲۷ زره او ۱۷۱، په ایران کې ۶۳ زره او ۶۹۹ او په پاکستان کې ۱۵ زره او ۱۲۴ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ