ads

د لغمان ځيني اوسېدونکي په دغه ولایت کې شته امنیتي ننګونو اندېښمن کړي دي

دوی وایي، سلګونه بهرني اتباع د لغمان په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې ځای پرځای شوي او د وسله والو مخالفانو په لیکو کې د دولت ضد فعالیتونه کوي، چې له امله یې د سیمې خلک تنګ او ګډوالۍ ته اړ شوي دي.

جان اغا صالح
19 وری 1400
د لغمان ځيني اوسېدونکي په دغه ولایت کې شته امنیتي ننګونو اندېښمن کړي دي

که څه هم د لغمان امنیتي مسؤلان هم د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې او په ځينو سیمو کې د وسله والو مخالفانو په لیکو کې د بهرنیو اتباعو شتون مني، خو وایي په اړه یې پر تدابیر بوخت دي.

د لغمان اوسیدونکي شکایت کوي چې په دې ولایت کې وروستیو ناامنیو اندیښمن کړي او له حکومت یې پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

ولسي خلک وایې، په لغمان کې تر څه مودې نسبي امن او کرارۍ وروسته یو ځل بیا په مرکز او ولسوالیو کې  ناامنۍ زیاتې شوي او حتا وسله وال طالبان د مرکز مهترلام په څو کیلو مترۍ کې چېک پاینټونه اچوي.

«په لغمان کې امنیت ترپخوا ډیر خراب شوی یو څه وخت په ښار او ولسوالیو کې امنیت و، خو په دې وروستیو وختونو کې یو ځل بیا ناامنیو زور اخیستی او هیڅوک په ښار او ولسوالیو کې په ډاډه زړه تګ راتګ نشي کولای او ډیر کله خو وسله وال د مرکز مهترلام په څو کیلو مترۍ کې تلاشي کوي.»

د لغمان یو بل اوسیدونکی جمعه خان همدرد د دې ولایت په الیشنګ، دولت شاه، الینګار او یو شمیر نورو سیمو کې د وسله والو مخالفانو په لیکو کې د بهرنیو اتباعو د شتون خبره کوي او زیاتوي، دغلته سلګونه بهرني اتباع له خپلو کورنیو سره اوسي او دولت ضد فعالیتونه کوي.

«د لغمان الیشنګ، دولت شاه حتی پراشغان سیمې او الینګار ولسوالۍ پورې، دلته بهرني جنګیالي راغلي، دغه وطن یې ډېر ناامنه کړی دی، دوی تقریبا اووه نیم سوه کورني لري، ښځې یې هم د جنګ میدان ته ځي او نارینه یې هم، پیسې یې هم ډالرې دي، مونږه د لغمان چې کوم چارواکي دي، له دوی غواړو چې له مرکز سره دغه خبره شریکه کړي، د لغمان وضعیت یې ډېر خراب کړی دی، حتی د لغمان په علي خېلو خوړ کې هم طالبان چېک پاینټ اچوي، د لغمان امنیتي وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی، ملت هم ډېر خفه دی، نه څوک ارام ګرځېدی شي او نه څوک دهقاني کولی شي.»

د لغمان د الینګار ولسوالۍ اوسیدونکی ملک صدیق حقاني بیا اندیښمن دی او  وایي ، که د لغمان امنیتي وضعیت ښه کیدو ته پاملرنه ونه شي، نو ځآیي خلک به پر کډوالۍ سربېره، له ګڼو نور ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.

نوموړی له حکومت د دې د لغمان په الینګار او نورو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د چاڼيزو عملیاتو غوښتنه کوي.

«دغو لرې ساحو او ولسوالیو کې ډېر بد حال دی، خلک کډوال کېږي، مخالفین راځي او د خلکو په کورونو کې ځای پرځای کېږي، خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي، ډزې کوي، کورنۍ بېچاره څه کډه شوي او څه مجبور دي چې کډه بار کړي، د جنګ ساحه کې بیخي ژوند نشي کېدای.»

په همدې حال کې د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار د خلکو اندیښمنې پر ځای نه بولي او وایې، د دې ولایت په زیاتو سیمو کې یې د دولت ضد وسله وال ځپلي دي.

افغانیار د لغمان په ځينو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو په لیکو کې د بهرنیو اتباعو د شتون خبره مني او وایې، د ځپلو لپاره یې د عملیاتو تابیا نیسي.

« بلې! بهرني اتباع شته دلته په لغمان کې، حتی مخالفینو ته ټرېننګونه ورکوي، خو په ډېرو لېرو پرتو سیمو کې البته، دوی له وسله والو طالبانو سره اړیکې لري، امنیتي تدابیر مو ورته نیولي له ګډو امنیتي ځواکونو سره په ښې همغږۍ په دې کار کوو څو اصلي ځایونه یې تثبیت او په اړه یې تصمیم ونیول شي.»

د لغمان اوسیدونکي داسې مهال د امنیتي وضعیت له خرابوالي شکایت کوي، چې په روانه میاشت کې د لغمان په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی، چې له امله یې ډیر کله د دواړو خواوو ترڅنګ په جګړو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA