ads

کورنیو چارو وزارت: د هدفي وژنو په تړاو لس کسیزه ډله نیول شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې تېرو ورستیو میاشتو کې د کشفي معلوماتو له مخې په هېواد او کابل ولایت کې د هدفي وژنو په تړاو لس کسییزه ډله نیولې ده.

شمس الرحمن شمس
19 وری 1400
کورنیو چارو وزارت: د هدفي وژنو په تړاو لس کسیزه ډله نیول شوې ده.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د پنجشنبې ورځ یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې یادې ډلې نور غړي هم شته چې د نیولو لپاره یې پولیسو هڅې پیل کړې دي.

طارق ارین وایي، چې په دغه ډله کې د یما سیاوش او رشید یوسف قاتلین هم شامل دي.

ارین په خبره دا ډله د وسلوالو طالبانو غړي دي چې په هدفي وژنو، ماین چاودنو او نورو تروریستي پېښو کې  یې په مستقیم ډول لاس درلود.

د نوموړي په وینا قاري صبور، قاري عبدالرحمن، محمد ناصر، محمود، عوض خان، بشیر، رفیق الله، حکمت الله، نوریالی او ذبیح الله هغه کسان دي چې د کابل ولایت په بېلابېلو برخو کې د هدفي وژنو او نورو تروریستي پېښو  کې یې مستقیم لاس درلود.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت ویاند څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې ویلي و چې دوی په هدفي وژنو کې لاس نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA