ads

د امریکا دفاع وزارت د کندهار پر هوایي ډګر د طالبانو برید غندلی

د امریکا دفاع وزارت وایي، وسلوالو طالبانو د چهارشنبې ورځ د کندهار پر هوایي ډګر توغندیز برید کړی، چې مالي او ځاني زیان نه لري.

شمس الرحمن شمس
19 وری 1400
د امریکا دفاع وزارت د کندهار پر هوایي ډګر د طالبانو برید غندلی

له دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، که څه هم د طالبانو د تېرې ورځې برید مالي او ځاني زیان نه لري، خو د طالبانو له لوري دا ډول بریدونه کولی شي د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له خنډ سره مخ کړي.

په اعلامیه کې د کندهار پر هوایي ډګر د وسلوالو طالبانو برید غندل شوی او دا یې د سولې پروسې پر واړاندې یو ګواښ بللی.

وسلوالو طالبانو د یاد برید مسوولیت منلی دی، خو د امریکا دفاع وزارت اعلامیې په تړاو یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ وسله‌والو طالبانو په خوست ولایت کې د ګډو ځواکونو یوه اډه په نښه کړه د ځایي چارواکو په وینا یو راکټ مرکز ته څیرمه د استوګنې په کور ولګید او اوه تنه پکې ټپیان شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA