ads

دفاع وزارت: په کندهار کې ۳۱ تنه طالبان ووژل شول

دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې په کندهار ولایت کې ۳۱تنه طالبان وژلي دي.

شمس الرحمن شمس
19 وری 1400
دفاع وزارت: په کندهار کې ۳۱ تنه طالبان ووژل شول
افغانستان ملي اردو

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان کلید ته وویل، تېره ورځ افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندهار ولایت څلورو ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي دي.

د نوموړي په خبره یاد عملیات ارغنداب ژیړۍ، شاه ولیکوټ او میوند ولسواليو کې ترسره شوي چې په پایله کې ۳۱ طالبان وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال د وسلوالو طالبانو یوه اندازه وسله او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA