جمهور رییس غني: راتلونکی جمهور رییس به یوازې د ټاکنو له لارې راځي

جمهور رییس محمد اشرف غني د چهارشنبې ورځ د سولې لپاره د خپلې طرحې د رسمي اعلان غونډه کې د وینا پر مهال وویل، راتلونکی جمهور رییس به یوازې د ټاکنو له لارې راځي او مشروعیت باید ولري.