ads

جمهور رییس غني: راتلونکی جمهور رییس به یوازې د ټاکنو له لارې راځي

جمهور رییس محمد اشرف غني د چهارشنبې ورځ د سولې لپاره د خپلې طرحې د رسمي اعلان غونډه کې د وینا پر مهال وویل، راتلونکی جمهور رییس به یوازې د ټاکنو له لارې راځي او مشروعیت باید ولري.

شمس الرحمن شمس
19 وری 1400
جمهور رییس غني: راتلونکی جمهور رییس به یوازې د ټاکنو له لارې راځي

جمهور رییس غني وویل، که سوله په دې راځي چې اوسنی حکومت دې خپله موده پوره نه کړي نو دا شرط دوی ته د منلو دی.‌

« راتلونکی جمهور رییس به یوازې د ټاکنو له لارې راځي او مشروعیت باید ولري؛که مخالفین یې نه غواړي چې دی دې په راتلونکو ټاکنو کې برخه ولري نو دی چمتو دی چې پکې نوماند نه شي، ځکه د نظام پایښت د افرادو له پایښته ډېر مهم دی.»

د جمهور رییس غني طرحه په دریو برخو وېشل شوې وه، چې لومړی یې سیاسي جوړجاړی، دویمه برخه یې د سولې حکومت او دریمه برخه یې د سولې اېجاد، دولت جوړونه او مارکېټ جوړونه نومول شوې وه.

بلور ته وسلوالو طالبانو د سولې لپاره د جمهور رییس غني طرحه رد کړې او ویلي دي دغه طرحه عملي بڼه نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA