دا چاودنې او هدفي وژنې ولې کېږي؟ له دې چاودونو او بريدونو څخه د دولت مخالفانو هدف څه دی؟ او ولې افغان ځواکونه د دغو بریدونو په مهارولو کې پاتې ښکاري؟
په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د تاوتریخوالي کچې زیاتېدل اندېښمنوونکې موضوع ده. په تېرو دوه- درې میاشتو کې هره ورځ له استثنا پرته چسپکي چاودنې او هدفي وژنې ترسره کېږي. همدا نن سهار په ننګرهار کې د بمي چادونې په نتجه کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۸ نور ټپیان دي.
په یوه وسلهوال برید کې چې نن سهار د کابل په پغمان ولسوالۍ کې وشو، د احصایې مرکزي ادارې د خدمتونو رییس ووژل شو او وسلهوال په تېښته بریالي شول.
دا لومړنۍ او وروستۍ پېښه نهده چې په دغه سیمه کې کېږي، بلکې دا څو اوونۍ کېږي چې د پغمان پر لاره او شاوخوا سیمو کې هدفي وژنو زور اخیستی او په حقیقت کې دا د مرګ سیمه ګرځولې ده. پوښتنه دا ده چې ولې د دغو ورته حملو مخهنهنیول کېږي او امنیتي ځواکونه یې ولې په مهارولو نهتوانېږي؟ ایا دا د امنیتي او کشفي ارګانونو دنده نهده چې دغه آسیبپذیره سیمه په کره توګه وپلټي او دا معلومه کړي چې مخالفان څرنګه له دغې سیمې سر راهسکوي او بیا لادرکه کېږي؟
سربېره پر دې، د دغو بریدونو او حملو دوام په دې هم دلالت کوي چې ګواکې کشفي ادارې کمزورۍ لري. که دغسې کمزورۍ موجودې وي، باید پلټنه او ارزونه یې وشي او ترڅنګ یې د مجازاتو او مکافاتو فرهنګ عام شي.
د دغې کمزورۍ پلتڼه او رغونه ځکه مهمه ده چې د حکومت وسلهوال مخالفان ترې ګټه پورته کوي او وحشت جوړوي.
سربېره پر دې، د مجازاتو او مکافاتو خبره ځکه مطرح ده او خلک يې غواړي چې په تېرو ۲۰کلونو دې موضوع ته لکه څنګه چې پکار ده، پام نه دی شوی. په تېره موده کې تجربو ښودلې چې حکومت د دې پر ځای چې په خپلو دندو کې پاتې کسان تر پوښتنو ګريږونو لاندې ونیسي، د هغوی په ادلون او بدلون اکتفا کړې او له همدې کبله ده چې ښې پایلې نه ترلاسه کېږي.
عمومي غوښتنه دا ده چې د خلکو قاتلانو ته باید سزا ورکړل شي. ځکه د سزا نه ورکړه لامل شوې چې په هدفي بریدونو کې زیاتوالی راشي او مخالفې ډلې په دې ګومان چې له بنده خوشې کېږي او څوک یې نهمحاکمه کوي، لا زیات په خلاص ټټر جنایتونه کوي.
لنډه دا چې حکومت په ټوله کې د عامه امنیت د ساتنې مسوولیت لري او اړتیا ده چې د دغسې بریدونو او حملو د مهارولو لهپاره رڼې ستراتیژۍ ولري او پرې نهږدي چې دغه فرمایشي جګړه نظام ستنې ورېږدوي.