د مصالحې شورا د مشر عبدالله عبدالله او د جمهور رییس د دویم مرستیال سروردانش په ګډون ګڼو نورو چارواکو هغه ته د دې بریا مبارکي ورکړې ده.
په ورته وخت کې د نوموړي بریا په ټولنیزو رسنیو کې هم د افغانانو د پراخې خوښۍ لامل شوې.
حسین بخش صفري لومړی افغان لوبغاړی دی چې د ایګل فایټنګ چمپیونشیب په سیالیو کې ګډون کوي.
نوموړی د افغانستان په ازادو سیالیو کې هغه تکړه لوبغاړی دی چې تر دې وړاندې یې هم افغانانو ته خوښۍ ور په برخه کړې دي.
ده په ۱۳۹۶ کال کې د جوجیتسو په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی و.