جان ساکي ويلي وو، جوبايډن له افغانستانه د امريکايي سرتيرو د ایستلو اراده لري، خو د لوجستيکي دلايلو له امله ستونزمنه ده چې په مې مياشت کې له افغانستانه امريکايي سرتيري ووځي.
د ملي دفاع وزارت وياند روحالله احمدزي په دې اړه کليد ته وويل، نېږدې سل سلنه هوايي او ځمکني عمليات په خپلواکه ډول د امنيتي او دفاعي ځواکونو لخوا ترسره کېږي او امريکايي سرتيري به د ګډې هوکړې لهمخې له افغانستانه ووځي.
هغه زياته کړه، نړيوال او ستراتيژيک همکاران یې د ملي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او خپلو همکاريو او مالي مرستو ته به دوام ورکوي.
احمدزي وويل:
«امريکا به يوه ورځ نه يوه ورځ له افغانستانه ووځي، خو مهمه خبره افغانانو لپاره دا ده چې اوسمهال د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه په يوازې ځان نيږدې سل سلنه ځمکني او هوايي عمليات ترسره کوي؛ امريکا به د ګډې هوکړې پر بنسټ له افغانستانه ووځې.»
د چارو يو شمېر شنوونکي بيا له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو او نه وتلو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.
پوځي کارپوه طاهر يرغل وايي، که امريکا له مې مياشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې کېږي، نو ښايي له طالبانو سره په دې اړه يوې هوکړې ته ورسېږي.
هغه کليد ته وويل، طالبانو سره له هوکړې پرته که امريکايي سرتيري په افغانستان کې پاتې کېږي، جګړه زور واخلي او طالبان به بياځلي د دوی پر وړاندې جګړه پيل کړي او په خبره یې خوشبين دی چې د ترکیې په ناسته کې به دغه مسايل حل شي.
يرغل وويل:
«فکر نهکوم چې امريکا په مې مياشت کې له افغانستانه ووځي، که دوی خپل پوځي ماموريت يا د سرتيرو پاتې کېدو موضوع ځنډوي، نو هرو مرو به له طالبانو سره په دې اړه کومې هوکړې ته رسېږي.»
د پوځي چارو بل کارپوه ګلاجان ساپي بيا وايي، امريکا له افغانستانه په قطعي ډول نه وځي او دلته به خپلې پوځي اډې هم پرېږدي.
هغه کليد ته وويل، ښه به دا وي چې امريکايي ځواکونه تر هغه وخته په افغانستان کې پاتې شي، څو چې دلته اوربند او سوله نهوي تامين شوي.
ساپي وويل:
«دا خبره بايد واضح وي چې امريکا له بشپړ ډول له افغانستانه نهوځي او دوی به دلته خپلې نظامي اډې هم پرېږدي، زما نظر دا دی چې امريکا بايد تر هغه وخته په افغانستان کې پاتې شي، څو چې سوله نهوي راغلي او يا هم اوربند نهوي شوی.»
پر دې سربېره پخوانی طالب چارواکی سيد اکبر اغا وايي، د امريکا دا مبهمې څرګندونې نه يوازې د چا د سولې هڅې له ناکامۍ سره مخ کوي، بلکې له دې سره به په هېواد کې تاوتريخوالی هم زيات شي.
هغه زياته کړه، که امريکا د شوې هوکړې لهمخې له افغانستانه خپل پوځيان ونهباسي، نو دا به په نړيواله کچه د امريکا باور ته لوی زيان ورسوي.
اکبر اغا کليد ته وويل:
«د امريکايانو دا مبهمې څرګندونې هم د سولې خبرې له ناکامۍ سره مخ کوي او به ورسره په هېواد کې تاوتريخوالی زیات شي، دوی هوکړه کړې وه چې په می مياشت کې به له افغانستانه ووځي، خو اوس که چېرې دوی دا کار نهکوی، نو په نړيواله کچه د دوی اعتبار خراب شي.»
اوسمهال په افغانستان کې ۲۵۰۰ امريکايي سرتيري حضور لري، چې دنده یې د افغان سرتېرو روزل او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي.
طالبان بیا پر ټاکلې نېټې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ