ads

په ۲۴ ساعتونو کې ۶۸ طالب جنګیالي وژل شوي

دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
18 وری 1400
په ۲۴ ساعتونو کې ۶۸ طالب جنګیالي وژل شوي

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو او افغان سرتېرو په نښتو کې ۶۸ طالبان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په همدې موده کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۱۱ کړۍ خښ شوي ماینونه هم شنډ شوي دي.
دفاع وزارت همدارنګه وایي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په فاریاب، فراه، بدخشان او کندهار ولایتونو کې اوښتې ده.
تېره ورځ هم د ۱۰۴ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.
خو طالبانو بیا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA