له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو او افغان سرتېرو په نښتو کې ۶۸ طالبان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په همدې موده کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۱۱ کړۍ خښ شوي ماینونه هم شنډ شوي دي.
دفاع وزارت همدارنګه وایي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په فاریاب، فراه، بدخشان او کندهار ولایتونو کې اوښتې ده.
تېره ورځ هم د ۱۰۴ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.
خو طالبانو بیا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.


