ads

په کندهار کې د موټر بم برید مخه نیول شوې

کورنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو یو ځانمرګی بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر سره یوځای هدف ته تر رسېدو وړاندې له منځه وړل شوی دی.

محمدخان بریال
18 وری 1400
په کندهار کې د موټر بم برید مخه نیول شوې

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د چهار شنبې په ورځ دا څرګندونې کړې دي.
ده زیاته کړه، طالبانو غوښتل چې تېره شپه د پنجوالۍ ولسوالۍ په صلوات سیمه کې ځانمرګی برید ترسره کړي، خو په وینا یې، موخې تر رسېدو وړاندې یې مخه نیول شوې ده.
همدارنګه؛ د کندهار ښار د نهمې حوزې په عیدګاه سیمه کې هم د ترهګرو طالبانو دوه ماین خښوونکي د ماین د ځای پر ځای کولو پر مهال له پولیسو سره نښتي، چې په پایله کې یې یو وسله وال وژل شوی او بل یې په ټپي حالت کې له یوه کړۍ ماین سره یو ځای نیول شوی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA