د دغه وزارت ویاند طارق ارین د چهار شنبې په ورځ دا څرګندونې کړې دي.
ده زیاته کړه، طالبانو غوښتل چې تېره شپه د پنجوالۍ ولسوالۍ په صلوات سیمه کې ځانمرګی برید ترسره کړي، خو په وینا یې، موخې تر رسېدو وړاندې یې مخه نیول شوې ده.
همدارنګه؛ د کندهار ښار د نهمې حوزې په عیدګاه سیمه کې هم د ترهګرو طالبانو دوه ماین خښوونکي د ماین د ځای پر ځای کولو پر مهال له پولیسو سره نښتي، چې په پایله کې یې یو وسله وال وژل شوی او بل یې په ټپي حالت کې له یوه کړۍ ماین سره یو ځای نیول شوی


