نوموړي د چهار شنبې په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه دا خبره کړې ده.
هغه زیاته کړې، نیول شوې ډلې د یما سیاوش په ګډون د خبریالانو او ګڼ شمېر نورو کسانو په وژنو او ماین چاودنو کې لاس درلود.
صالح همدارنګه وایي، د جمعې په ورځ یې رسنیو، د بشري حقونو سازمان او مدني ټولنې فعالینو ته بلنه ورکړې چې د هغوی دوسیې وګوري او له نیول شوو کسانو سره له نېږدې وویني.
طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د خبریالانو او نورو کسانو په وژنو کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.
افغان حکومت تر دې وړاندې هم د یما سیاوش په قضیه کې د ځینو کسانو د نیولو خبره کړې وه، خو د نوموړي د کورنۍ غړي وایي، دوی شوي پرمختګونه د قناعت وړ نه بولي.


