ads

په کابل کې د احصایي مرکزي ادارې رییس ووژل شو

د کابل امنیتي چارواکي وایي، د احصایي د مرکزي ادارې پر رییس اسماعیل سهاک نن سهار په پغمان ولسوالۍ کې وسله وال برید شو دی.

محمدخان بریال
18 وری 1400
په کابل کې د احصایي مرکزي ادارې رییس ووژل شو

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نوموړی په دغه برید کې وژل شوی او وسله وال له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
د ده په خبره، پېښه د پولیسو تر جدي پلټنو لاندې ده.
تر اوسه یې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA