ads

په خوست کې په نسایي ولادي برخه کې د سمپوزیم پرانیسته

په دغه ولایت کې د عامې روغتیا مسولین، په نسایي ولادي برخه کې یې یو ورځینی ملي سمپوزیم جوړ کړی وو، وویل په خوست کې د مور او ماشوم د مرینې په کچه کې نسبت تېرته د پام وړ کموالی راغلی.

بختاجان بختیار
18 وری 1400
په خوست کې په نسایي ولادي برخه کې د سمپوزیم پرانیسته
په دغه پروګرام کې له مرکز کابل څخه راغلې د افسوګ ټولنې مشرې شفاجو وایي، تر هغې چې په نسایي ولادي برخه کې وړتیاوې پیدا او لوړې نه شي، نشي کېدای چې په یاده برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري.
نوموړې وايي پکار ده چې د نسايي ولادي په برخه کې ښه ظرفیتونه وروزي:
«د نسايي ولادي ډاکټرانو د وړتیاوو د لوړولو اړتیا لا هم لیدل کېږي، ترڅو چې موږ دا وړتیاوې لوړې نه کړو، تر هغې نشو کولی چې د مور او ماشوم د مړینې په برخه کې پوره کموالی راولو، موږ د همدې لپاره هڅې کوو، چې په دغې برخه کې وړتیاوې لوړې کړو.»
په ورته مهال د خوست د ملکي روغتون مشر ډاکټر سیدانور وایي، له ۲۰۰۵ م کال راپدې خوا د مور او ماشوم د مړینې کچې راکمول دعامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه دي چې په دې برخه کې د پام وړ کار شوی:
«په ۲۰۰۵ م کال کې د مور او ماشوم د مړینې کچه په سلو زرو کې یو زر اوشپږسوه وه، خو اوس مهال دا کچه څلورو سوو ته راټیټه شوې ده.»
د نسایي ولادي برخې یوه تنه ډاکټره راضیه وایي، په خوست کې د نسایي ولادي برخې د مرکز پرانیسته به نه یوازې د ملکي روغتون بلکې د روغتیا دخصوصي برخې ډاکټرانو لپاره هم اغېزمن وي او دوی به ورڅخه پوره ګټه واخلي:
«دنسايي ولادي برخې دغه سنټر چې په ملکي روغتون کې پرانیستل شوی، ددې برخې داکټرانې او مېدوایفې به که هغه په دولتي چوکاټ کې دي او یا په خصوصي کې، پوره پوره ګټه پورته کړي.»
په دې ولایت کې د مور او ماشوم د مړینې کچه اوس هم یوه لویه ستونزه ده چې ددې ولایت خلک ورسره لاس او ګریوان دي، خو په دې برخه د بې سرحده داکټرانو د خوست په مرکز او ولسوالیو کې دشته کلینیکونو په ذریعه ډير کار شوی او د مړینې دا کچه یې راټيټه کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA