د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حمید روشن د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار مهال د جلال اباد ښار د دویمې ناحیې اړوند په یو ګلدان کې ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کړې.
د ده په خبره، په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي، چې په وینا یې، د څلورو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
افغان امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د چاودنو مسولیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.