ads

پر ۴۰۴ بس په چاودنه کې ۱۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار امنیتي چارواکي د دغه ولایت د میوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د ماین چاودنې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
18 وری 1400
پر ۴۰۴ بس په چاودنه کې ۱۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، پرون ماښام اووه بجې د میوند ولسوالۍ په برن مانده سیمه کې پر ۴۰۴ موټر د طالبانو خښ شوي ماین چاودنه کړې.
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
.که څه هم د کندهار امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
تر دې وړاندې هم د سړک غاړې په ماین چاودنو کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA