د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، پرون ماښام اووه بجې د میوند ولسوالۍ په برن مانده سیمه کې پر ۴۰۴ موټر د طالبانو خښ شوي ماین چاودنه کړې.
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
.که څه هم د کندهار امنیتي چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
تر دې وړاندې هم د سړک غاړې په ماین چاودنو کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


