ads

د سولې د واحدې طرحې پر جوړېدو د بحث دوام

د مصالحې عالي شورا وياند فريدون خوځون وايي، د سولې مسودې د ترتيب او جوړونې کمېټې د سه‌شنبې پر ورځ ناسته کړې او د ارګ په ګډون پر ټولو هغو طرحو او کتبي نظرياتو یې خبرې وکړې چې مصالحې شورا ته رسېدلې وې.

منصور یوسفزی
18 وری 1400
د سولې د واحدې طرحې پر جوړېدو د بحث دوام

هغه زياته کړه، په‌دې برخه کې ښه پرمختګونه شوي او تمه ده چې د ترکیې ناستې لپاره د حکومت له ادرسه جامع طرحه وړاندې شي، چې ټولو ته د منلو وړ وي.
خوځون وويل:
«د سولې مسودې د ترتيب او جوړونې کمېټې ناسته کې د ارګ په ګډون پر ټولو هغو طرحو بحث وشو چې مصالحې شورا ته رسېدلي دي، په دې برخه کې ښه پرمختګونه هم شوي دي او موږ تمه لرو چې د افغانستان اسلامي جمهوريت له ادرسه د ترکیې ناستې لپاره يو جامع او واحده طرحه وړاندې شي.»
د چارو شنوونکي بيا په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.
د سياسي چارو شنوونکی وحيدالله غازي وايي، د ترکیې ناستې لپاره په طرحه کې به اوربند، د واک انتقال، د واک وېش، د اساسي قانون تعديل، د نظام نوعيت، د بيان ازادي او دښځو حقونه ځای پر ځای او هلته به پرې بحث وشي.
هغه کليد ته وويل، د ترکیې او دوحې ناستې سره توپير لري، په دوحه کې د حکومت مرکچي پلاوی بې‌صلاحيته وه، خو په ترکيه کې خپله حکومت په لويه کچه ګډون کوي.
غازي وويل:
«زما په باور د ترکیې ناستې لپاره چې کومه طرحه جوړېږي اوربند، د واک انتقال، د واک وېش، د اساسي قانون تعديل، د نظام نوعيت، د بيان ازادي او دښځو حقونو ته دې لومړيتوب ورکړل شي، دا لوی کنفرانس دی او د دوحې له ناستې سره ډېر توپير لري ځکه دا تصميم نيونکې ناسته ده.»
د سياسي چارو بل شنوونکی عين‌الدين بېک بيا وايي، د استانبول ناستې لپاره د سياسي احزابو او شخصيتونو له‌خوا ۳۱ طرحې د مصالحې عالي شورا ته سپارل شوي او د دغې ناستې لپاره د طرحو زيات‌والی د سياسيونو ترمنځ او د نظام په منظم کې د بې‌اعتمادۍ په مانا ده.
هغه کليد ته وويل، د استانبول ناستې لپاره په جوړېدونکې طرحه کې بايد د نظام پر داسې جوړښت بحث وشي چې په هغه کې عدالت او برابري وي او ترڅنګ یې ټولو ته د منلو وړ وي.
د بېک په خبره، د استانبول ناسته ښه فرصت دی، که د شخصي او قومي غوښتنو پرته ټول مسايل په پام کې ونيول شي، نو ښه پايله به ولري.
هغه وويل:
«د بېلابېلو سياسي احزابو او شخصيتونو له ادرسه ۳۱ طرحې مصالحې عالي شورا ته وړاندې شوي دي. د ترکیې ناستې لپاره د طرحو زيات‌والی په نظام کې د بې‌اعتمادۍ شتون په مانا ده.»
پر دې سربېره هېوادوال که څه د ترکیې ناستې پايلو ته خوښ دي، خو ټيڼګار کوي چې په دغه ناسته کې بايد پر اوربند او د جګړې پر پای ته رسېدو خبرې وشي.
عدنان کليد ته وويل:
«موږ د ترکیې ناستې پايلو ته خوشبين يوو او تمه مو دا ده چې د دغې ناستې په پايله کې په هېواد کې سراسري سوله تامين شي، زموږ غوښتنه دا ده چې په دغه ناسته کې بايد پر اوربند او د جګړې پر پای ته رسېدو خبرې او بحثونه وشي.»
د سرچينو د معلوماتو له‌مخې، ټاکل شوې د ترکیې ناسته د روانې اپرېل مياشتې په ۱۶مه نېټه وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA