ads

د حکومت ټولشموله پلاوی د ترکیې په ناسته کې برخه اخلي

د ملي مصالحې شورا وایي، تمه کېږي چې د افغانستان د سولې په تړاو د استانبول کنفرانس په هېواد کې د تلپاتې سولې لامل شي.

محمدخان بریال
18 وری 1400
د حکومت ټولشموله پلاوی د ترکیې په ناسته کې برخه اخلي

له دې شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په همدې هدف پرون د سیمې او نړۍ په چارو کې د کمېسیون څلورمه ناسته د مصالحې شورا د مشر عبدالله عبدالله، محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د دولت د وزیر سید سعادت منصور نادري، معصوم ستانکزي او بهرنیو هېوادونو د سفیرانو په ګډون سره جوړه شوه.
عبدالله دې غونډې ته په خبرو کې ویلي، د سولې طرحې د ترتیب او توحید کمېټه د یوې واحدې طرحې په جوړولو کار کوي او تمه یې ښودلې چې د ترکیې ناسته به په هېواد کې د تلپاتې سولې سبب شي.
د مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون هم وایي، د سولې مسودې د توحید کمېټې پرون د ارګ له لوري په وړاندې شوې طرحه بحثونه کړي او پرمختګونه هم پکې شوي دي.
دا ناسته پر داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې د افغان سولې په اړه د ملګرو ملتونو په مرسته په ترکیه کې ناسته ترسره شي.
که څه هم تر اوسه په رسمي ډول د استانبول ناستې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دا ناسته به د اپرېل میاشتې پر ۱۶مه نېټه ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA