ads

د جمهور رییس د پروستات عملیات بریالي ترسره شول

جمهور رییس غني وایي، پرون ماښام یې په سردار محمد داوودخان روغتون کې د پروستات عملیات ترسره کړي دي.

محمدخان بریال
18 وری 1400
د جمهور رییس د پروستات عملیات بریالي ترسره شول

نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه دا خبره کړې ده.
ده زیاته کړې چې دغه عملیات د یاد روغتون د ډاکترانو له لوري بریالي ترسره شوي دي.
د جمهور رییس یو تن سلاکار شاه حسین مرتضوي وایي چې اوسمهال د جمهور رییس روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
تر اوسه معلومه نه وه چې نوموړی له څه مودې راهیسې پر دې ناروغۍ اخته شوی و.
ډاکټران وايي، پروستات یو ډول غده او غوټه ده چې د عمر په تېرېدو سره د انسان په بدن کې لویېږي او بېلابېلې ناروغۍ پیدا کوي.
جمهور رییس اوسمهال شاوخوا ۷۱ کاله عمر لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA