ads

د ایران پر اټومي پروګرام لومړۍ خبرې پایته رسېدلې

د امریکا او ایران ترمنځ پر اټومي مسایلو د غیر مستقیمو مذاکراتو لومړی پړاو پای ته رسېدلی دی.

محمدخان بریال
18 وری 1400
د ایران پر اټومي پروګرام لومړۍ خبرې پایته رسېدلې

د راپورونو له مخې، دغه مذاکرات د اروپايي ټولنې په مرسته ترسره شوي چې په هغه کې د اټومي تړون غړي هېوادونه هم حاضر وو.
ایراني چارواکو ویلي، په دغو مذاکراتو کې له امریکا سره هېڅ ډول مستقیمې خبرې نه دي شوې، بلکې له غړو هېوادونو سره پر دې بحث شوی چې څنګه باید پر ایران وضع شوي محدودیتونه او بندیزونه لرې شي او دغه هېواد به بېرته اټومي تړون ته ورګرځي.
سپينې ماڼۍ هم ویلي چې غیر مستقیمې خبرې ترسره شوې دي او تمه ده چې دغه مذاکرات دوام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA