ads

په کابل کې د ماین چاودنې مخه ونیول شوه

د کابل امنیتي چارواکي د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې د ماین چاودنې مخنیوي خبر ورکوي.

محمدخان بریال
17 وری 1400
په کابل کې د ماین چاودنې مخه ونیول شوه

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار شپږ بجې ترهګرو د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند د کارته سه په سیمه کې د یو کور مخې ته مقناطیسي ماین ځای پر ځای کړی و.
فرامرز زیاتوي، دغه ماین تر چاودنې وړاندې د امنیه قومندانۍ د انجینرۍ ټیم له لوري شنډ شوی دی.
تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
تر دې وړاندې هم په کابل ښار او ولایتونو کې د ګڼو ماین چاودنو مخه نیول شوې، خو په یو شمېر نورو کې بیا امنیتي مسولین او ملکي وګړي په نښه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA