د دغه ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو د خوږیانو ولسوالۍ په نکړخېلو سیمه کې پر وسله والو طالبانو برید کړی، چې په پایله کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي، په دې پېښه کې دوه سرتېري سطحې ژوبل شوي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


