له یاد وزارت څخه د سه شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په یاده موده کې په غزني، زابل، هرات، فراه، بادغېس، فاریاب، بلخ، هلمند، بدخشان او کندهار ولایتونو کې د افغان سرتېرو په متقابلو بریدونو کې ۱۰۴ طالبان وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.
د خبرپانې په خبره، په ترسره شوو بریدونو او نښتو کې د طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
همدارنګه ۱۶۸ کړۍ ماینونه شنډ شوي دي.
طالبانو بیا ځان ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو تبصره نه ده کړې.


