د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، په دې پېښه کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د فرامرز په وینا، دا پېښه تر جدي پلټنو لاندې ده.
تر اوسه د برید پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
تر دې وړاندې هم په ورته پېښو کې افغان سرتېري په نښه شوي دي.


