«پر ټاکلې نېټه د امریکایي ځواکونو وتل ناشوني دي»

که څه هم د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې د تړون له مخې باید ټول امریکایي ځواکونه تر مې میاشتې له افغانستان څخه ووځي، خو د امریکا حکومت بیا ویلي چې له دغه هېواد څخه پر ټاکل شوې نېټه د امریکایي ځواکونو وتل ستونزمن دي.