د سپنې ماڼۍ ویاند پرون ناوخته رسنیو ته دا خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې د امریکا حکومت په دې اړه له خپلو متحدینو سره پر مشورو بوخت دی، خو په وینا یې، په دومره لنډ وخت کې د ځواکونو ایستل ناشوني دي.
اوسمهال په افغانستان کې دوه زره او ۵۰۰ امریکايي پوځیان شته چې دنده یې د افغان سرتېرو روزل او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي.
بلخوا، طالبان بیا د دوحې د تړون پر اساس پر ټاکلې نېټې د ټولو بهرنیو او امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.


