د خبرپاڼې په وینا، په دې ناسته کې یو ځل بیا د سولې لیکل شوې طرحې پر توحید او ترتیب بحث ترسره شو.
سرچینه زیاتوي، دا ناستې به د طرحې تر وروستي کېدو پورې دوام وکړي او د تایید لپاره به د مصالحې شورا رهبرۍ کمېټې ته وړاندې شي.
دا ناسته پر داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې د افغان سولې په اړه د ملګرو ملتونو په مرسته په ترکیه کې ناسته ترسره شي.
که څه هم تر اوسه په رسمي ډول د استانبول ناستې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دا ناسته به د اپرېل میاشتې پر ۱۶مه نېټه ترسره شي.
د سرچینو په خبره، ترکیې، امریکا او ملګرو ملتونو پر همدې نېټې هوکړه کړې.
دې ناستې ته پر حکومتي چارواکو سربېره طالب مشران هم بلل شوي دي.


