له دغه ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې دا خبره شوې ده.
په اعلامیه کې زیاته شوې، د عبیدالله، فاروق، بلال او ابراهیم په نوم نیول شوي تن ته د پېښور په حقانې مدرسې کې نظامي زده کړې ورکړل شوې وې او پر عبدالجبار قهرمان د ځانمرګي برید لپاره چمتو شوی و.
ملي امنیت ریاست همدارنګه وایي، کله چې عبدالجبار قهرمان ووژل شو، نو دغه پلان لغوه او وروسته د رزغون بهیر له یو تن غړي څخه په ګټې په یاد بهیر کې ځای پر ځای شوی و.
هغه ته د حقاني شبکې د غړي مولوي نېک محمد له لوري دنده سپارل شوې وه چې څو نور ځانمرګي بریدګر هم په زرغون بهیر کې ځای پر ځای کړي.
د علامیې په وینا، د دغو هڅو په پایله کې پر لومړي مرستیال امرالله صالح ځانمرګی برید هم ترسره شو.
اعلامیه همدارنګه وایي، نیول شوي تن پر جمهور رییس محمد اشرف غني، د هغه پر مرستیالانو، د مصالحې شورا پر مشر، رحمت الله نبیل او ګڼو نورو مدني فعالانو د برید مسولیت هم پر غاړه اخیستی و، چې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د کابل ښار د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې ونیول شو.


