ads

کورنیو چارو وزارت: له خلکو سره د پولیسو ناسم چلند د منلو نه دی

د کورنیو چارو وزارت د هغه پولیس د نیولو خبر ورکوي چې په یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې تورخم ښارګوټي کې ځیني خلک ډبوي او ناسم چلند ورسره کوي.

شمس الرحمن شمس
16 وری 1400
کورنیو چارو وزارت: له خلکو سره د پولیسو ناسم چلند د منلو نه دی

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، چې دغه پولیس ذاکر نومیږي او د یاد وزارت د داخلي امنیت له خوا نیول شوی او تر څارنې او څېړنې لاندې دی.

ارین ویلي، چې د پولیسو دا ډول چلند د منلو نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د تورخم کمېسارۍ یو بل پولیس چې یو شمېر ښځې یې په لښته ډبولې وې، نیول شوی و او وروسته کورنیو چارو وزارت وویل چې نوموړی پولیس یې د جزا ترڅنګ له دندې د تل لپاره ګوښه کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA