د لغمان د کرنې او مالدارۍ رییس محمد جمیل خوشحال وویل، چې د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې نیول شوی ټپي واورین پړانګ د لا ښې درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوی.
هغه وایې، ياد پړانګ د تېرې میاشتې په وروستیو کې د الینګار ولسوالۍ اړوند په ساو دره کې د سیمي د خلکو له لوري ټپي شوی وه.
واورین پړانګ د افغانستان یو له کمیابه وحشي حیواناتو شمېرل کېږي چې ډیری یي د پامیر او همالیا په غرونو کې ژوند کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

