د مصالحې عالي شورا څخه په خپره شوي خپرپاڼه کې راغلي چې ډاکټر عبدالله لومړۍ په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر سره لیدلي دي او له هغه سره د سولې په برخه کې په ورستیو بدلونونو، استانبول ناستې لپاره پر چمتوالي او د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر ضرورت بحث او خبرې کړي دي.
په ورته مهال ډاکټر عبدالله عبدالله له دې ناستې وروسته د ترکې هېواد له سفیر اوزان ارطغرل سره ولیدل او له هغه سره یې د افغان سولې په برخه کې د ترکیې جمهوریت رول او استابول ناستې لپاره بر تیارو وغږېد.
دا په داسې حال کې چې یو شمېر سرچېنې وایي چې ټاکل شوې د استانبول ناست د اپریل په ۱۶مه نېټه ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

