د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، نن سهار ۷ بجې د کابل په قرباغ ولسوالۍ اړوند سبزسنګ سیمه کې د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په خبره په چاودنه کې یو تن امنیتی منسوب وژل شوی او څلور تنه ټپیان شوي دي.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


