ads

دفاع وزارت: د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۱۱۰ تنه طالبان وژل شوی

دفاع وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې وسله‌والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا کوي.

شمس الرحمن شمس
16 وری 1400
دفاع وزارت: د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۱۱۰ تنه طالبان وژل شوی

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  ځواکونو یې په تېر ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په اتو ولایتونو کې عملیات ترسره کړي دي چې په پایله کې ۱۱۰ تنه وسلوال طالبان وژلي او ۸۱ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي افغان ځواکونو دا عمليات په کندهار، غزني، ننګرهار، زابل، هرات، کندز، بغلان او بدخشان ولایتونو کې کړې دي چې په ترڅ کې یې ۱۹۱تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسلوالو طالبانو د دفاع وزارت دغې ادعا په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA