امان ابراهیم خېل ته د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړل شو

ارګ وایي، جمهوررییس محمد اشرف غني د یکشنبې ماښام امان ابراهیم خېل ته چې په فرهنګي، اداري او انکشافي برخو کې د هېواد دننه او بهر خپلې دندې په ژمنتیا او اغېزمنه توګه ترسره کړي، د علامه سیدجمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ.