ads

امان ابراهیم خېل ته د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړل شو

ارګ وایي، جمهوررییس محمد اشرف غني د یکشنبې ماښام امان ابراهیم خېل ته چې په فرهنګي، اداري او انکشافي برخو کې د هېواد دننه او بهر خپلې دندې په ژمنتیا او اغېزمنه توګه ترسره کړي، د علامه سیدجمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ.

شمس الرحمن شمس
16 وری 1400
امان ابراهیم خېل ته د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړل شو

له ارګه څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې جمهوررییس غني د امان ابراهیم خېل هڅې او خدمتونه چې ورسپارل شوې دندې یې په ژمنتیا او رېښتینولۍ ترسره کړي، وستایل او نوموړي ته یې د بریالیتوب دعا وکړه.

خبرپاڼه زیاتوي امان ابراهیم خېل د یاد نښان د ورکړې په خاطر د مننې پر مهال یو ځل بیا هیواد او خلکو ته د خدمت په موخه خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA