له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو په ترکیه کې د سولې خبرو راتلونکي پړاو لپاره د چمتووالي په اړه، د غونډې نیټې او اجنډا، د پلاوي ترکیب، د نړیوالې ټولنې څخه ګدونوالو او د ترکیې له غونډې څخه د توقعاتو په اړه خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو خواوو پرېکړه کړې چې په دې تړاو به د همغږۍ غونډو ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې چې یو شمېر باوري سرچینو خبر ورکړی دی چې ټاکل شوې ده د اپریل میاشتې پر ۱۶مې نیټې د ترکیې ناسته ترسره شي، چې یاده ناسته به لس ورځې دوام وکړي.
دا غونډه به لس ورځې دوام وکړي او پکې به هڅه وشي چې افغان دولت، وسله وال طالبان او بیلا بېل سیاسي اړخونه ‘د افغانستان سیاسي راتلونکي ‘ په هکله یوه توافق ته ورسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

