ads

اتمر له راس ویلسون سره د استانبول پر غونډې او افغان سولې خبرې کړې دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدا فیر راس ویلسون سره لیدلي او له نوموړي سره یې د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي.

شمس الرحمن شمس
16 وری 1400
اتمر له راس ویلسون سره د استانبول پر غونډې او افغان سولې خبرې کړې دي

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د اتمر له راس ویلسون سره د د سولې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا،د  افغانستان پر لاسته راوړنو او د اسیا زړه کنفرانس په پایلو خبرې کړې دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې دواړو لوریو همدارنګه د سولې په تړاو وروستي بدلونونه او پرمختګونه واورزول او همدارنګه د ترکیې غونډې د چمتوالي، نېټې، اجنډا او د پلاوو ترکیپ په تړاو غږېدلي دي.

راس ویلسون همدارنګه په خپلو خبرو کې دافغان سولې په تړاو د خپل هېواد د مرستې او له افغانستان سره دوامداره همکاریو ژمنه بیا تازه کړه.

دا په داسې حال کې چې یو شمېر باوري سرچینو خبر ورکړی دی چې ټاکل شوې ده د اپریل میاشتې پر ۱۶مې نیټې د ترکیې ناسته ترسره شي، چې یاده ناسته به لس ورځې دوام وکړي.

دا غونډه به لس ورځې دوام وکړي او پکې به هڅه وشي چې افغان دولت، وسله وال طالبان او بیلا بېل سیاسي اړخونه ‘د افغانستان سیاسي راتلونکي ‘ په هکله یوه توافق ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA