ads

لاهم تر سولې جګړه لومړیتوب لري، ولې؟

تبصره ۴اپریل ۲۰۲۱

کلید
15 وری 1400
لاهم تر سولې جګړه لومړیتوب لري، ولې؟

لکه څنګه چې افغانانو د مسکو غونډې ته ډېره تنده درلوده، دغسې تنده د ترکیې غونډې ته هم احساسېږي، خو په دې منځ کې د دواړو لوریو د عملیاتو په نتیجه کې د رامنځ ته شوې پوځي او ملکي مرګ ژوبلې او زیانونو له ارزونې داسې ښکاري چې لاهم د جګړې ښکېلې غاړې د سولې تر هڅو زیات، پر جګړې باندې اتکا لري.

په تر ټولو تازه جګړه کې چې په لغمان ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ وشوه، د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمسیون د راپور له مخې د ۸تنو ښځو او ۱۰تنو ماشومانو په ګډون ۲۱تنه په کې ټپیان شوي او د سیمې اوسېدونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. سربېره پر دې د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کندهار په ارغنداب او ژيړۍ ولسواليو کې د هوايي بريدونو او عملياتو پر مهال د پنځو ځانمرګو بريدګرو په ګډون ۷۵طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

که له دې هم راتېر شو، د حکومت وسله‌والو مخالفانو له لوري په مرموزه توګه د هدفي وژنو لړۍ لا هم روانه ده. په ننګرهار کې د واکسیناتورانو ښځو له وژلو را نیولې، په تخار کې د یوه دیني عالم، په پکتیا کې د یوه څارنوال او همدارنګه نورو کسانو وژل، هغه څه دي چې هم یې په خلکو ژوند سخت کړی او هم یې د سولې روانو هڅو په اړه ناهیلۍ او بې‌باورۍ ته لمن وهلې ده.

خلک پوښتي چې د دې دومره پوځي او ملکي مرګ ژوبلې سره سره چې لا هم په شدت سره روانه ده او د جګړې ښکېلې غاړې د یو بل پر مورچو حملې کوي، د سولې خبرې په څه معنا دي؟ او  د ترکیې له غونډې څه تمه کېدلی شي؟

د خلکو په باور هغه خبرې اترې، غونډې او کنفرانسونه چې په هغو کې د ملکي وګړو او پوځیانو ژوند خوندي نه‌شي، دوه توته هم نه‌ارزي او له دغه شدت څخه څرګندېږي چې د جګړې ښکېلې غاړې لاهم د جګړې پر ستراتیژۍ ټینګار لري او د خپلې بریا راز په جګړه او د ولس د وینو په توییدلو کې ویني.

علاوه پر دې، که چېرې د سولې هڅې او خبرې او غونډې یا په اصطلاح د ترکیې غونډه چې ښايي په راتلونکو دوو اوونیو کې جوړه شي، ملکي او پوځي ژوند خوندي نه‌کړای شي، اوربند ته لاره خلاصه نه‌کېږي او د جګړې پر ځای تفاهم غښتلی نه‌کړي، ایا شونې ده چې بیا دې هم خلک له دغو لوریو د سولې او امن تمه وکړي او که څنګه؟

که له دې هم راتېر شو، په ملکي او عامه سیمو کې جګړه، د درندو وسلو کارول، د ملکي وګړو سپر ګرځول او یا یې په کورنو کې مورچې جوړول او بالاخره په هدفي توګه د ژورنالیستانو، مدني فعالانو، ډاکټرانو، نرسانو، واکسیناتورانو او دیني عالمانو په نښه کول، ایا د جګړې له قوانینو، بشري او شرعي اصولو څخه سرغړونه نه‌ده او څنګه؟ که سرغړونه وي، نو بیا دغو وینو ته ارزښت نه‌ورکول کېږي او خدای وېره نه‌کېږي؟

لنډه دا که چېرې د ترکیې استانبول غونډه چې افغانانو له ټولو ناهیلیو سره سره ورپورې خپلې هیلې تړلې دي او ګومان کوي چې په افغانستان کې به د سولې او امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړي او یوه سرتاسري اوربند ته به لار خلاصه کړي، د مسکو غونډې په څېر نمایشي او بې‌نتیجې ناسته وي او یا د بین‌الافغاني مذاکراتو بهیر په څېر بې‌لاسته راوړنې وي، ایا په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدلو مسوولیت د دواړو لوریو پر غاړه ‌نه‌وي؟ او ایا دغه غاړې به هم به ولس او تاریخ ته شرمنده او مخ‌تورنې نه‌وي؟

نو په دې بنست، ولس په ټوله کې له حکومت او طالبانو غواړي چې تر هڅه دمخه جګړه ودروي، اوربند وکړي او د خدای او رسول د راضي کولو په خاطر د خلکو له وژلو لاس واخلي او د واقعي تفاهم د رامنځ ته کېدو له‌پاره هڅه وکړي او بالاخره موجوده فرصته د خپلو شخصي، ګوندي او ډله‌ییزو ګټو قرباني نه‌کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA