ads

د کابل په قرغه کې چاودنې د یوه سرتېري ژوند واخېست

امنیتي چارواکي د کابل په قرغه کې د یوې چاودنې له کبله څلور تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
15 وری 1400
د کابل په قرغه کې چاودنې د یوه سرتېري ژوند واخېست

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، نن سهار ۸ او ۴۰ دقیقې د کابل په پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې د ملي اردو پر یوه رېنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې په ترڅ کې د ملي اردو یو سرتېری ووژل شو او درې نور پکې ټپیان شول.

د نوموړي په وینا د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA