د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون په لغمان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تېرې ورځې نښتې په تړاو ویلي چې د دوی د موندنو په اساس د یادې نښتې په ترڅ کې د ۸ ښځو او ۱۰ ماشومانو په ګډون ۲۱ تنه ټپيان شوي دي او د سيمې خلکو ته مالي زيانونه هم اوښتي دي.
کمېسیون په خپله اعلامیه کې د دې او ورته نښتو په تړاو خواشیني ښودلې او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د ملکيانو ژوند ته جدي پام او د استوګنې په سيمو کې له جګړو ډډه وکړي. کميسيون همدا راز د جګړې د پای او د بشر حقونو د ساتنې لپاره د سولې د خبرو د چټکتيا او سراسري اوربند په تړاو ټینګار کړی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنخ د هېواد په بېلابېلو برخه کې نښتو زور اخیستی چې د ملکي وګړو په ګډون دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

