د جمهور رییس غني دویم مرستیال سرور دانش پر عادلانه او تلپاتې سولې ټینګار وکړ

د جمهور رییس دویم مرستیال سرور دانش د یکشنبې ورځ د لویې څارنوالۍ د نوي سرپرست ذبیح الله کلیم د معرفي کولو په غونډه کې وویل، هغه سوله چې عادلانه او تلپاتې نه وي، په یو ډول بېرته پر جګړې او ګډوډۍ بدلېږي.