دانش وویل، د افغان حکومت له خوا سولې ته د رسېدو لپاره یوه ښکاره لارنقشه وړاندې کوي.
ده وویل، د سولې په دې لارنقشه کې به لومړی ټینګار د اساسي قانون پر ساتلو او دوام وي، چې له دې نه هدف د ګډوډۍ مخنیوی دی.
دانش وویل، سولې ته رسېدل دا ارزښت لري چې د افغانستان د اساسي قانون تعدیل ومنل شي، خو داسې تعدیل چې په وینا یې، پخپله د اساسي قانون په میکانیزم کې یې وضاحت راغلی، چې د خلکو رایو په تېره د اساسي قانون لپاره د لویې جرګې رایې په پام کې ونیول شي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، هغه نظام چې د خلکو پر رایو او د خلکو پر مشروعیت او رضایت ولاړ نه وي، هېڅ معنا نه لري چې هغه دې پر عمومي ټاکنو ولاړ نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه د افغان سولې لپاره په ترکیه کې ناسته جوړه شي، چې یاده ناسته به لس ورځې دوام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

